Wednesday, January 4, 2012

سوال: ما ته د یهوهئ پاک نه معافى څنګه مِلاوېږى؟

♡♡♡

Dari
چگونه می توان آمُرزش الهی را دریافت نمود؟
http://goo.gl/waFafM

Iran
 آیا شما حیات جاودانی دارید؟
http://goo.gl/9otJxz

Afghanistan Pashtun ...

 

اَعمال د رسُولانو 26
13 بادشاه سلامته! زَۀ په لاره کښے وم چه په غرمه کښے مے دَ آسمان نه يوه رڼا وليده چه دَ نمر نه هم زياته روښانه وه چه زما اَؤ زما دَ سفر دَ ملګرو چاپيره زلقيدله.
14 اَؤ مُونږ ټول په مزکه پريوتلُو اَؤ بيا ما په عبرانئ ژبه کښے يو غږ واؤريدلو چه ما ته ئے ووئيل چه ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے عذابوے؟ دا ستا دَ پاره ګرانه ده چه دَ چُوکے په ستن لته ووهے.
15 خو ما ووئيل چه مالِکه! ما ته ووايه، تۀ څوک يئے؟ نو مالِک جواب راکړو چه زَۀ عيسىٰ يم چه تۀ مے عذابوے.
16 خو اوس پاڅه، په خپلو پښو نيغ ودريږه. زَۀ تا ته دَ يو مقصد دَ پاره ښکاره شوم چه تا خپل غُلام اَؤ شاهد مُقرر کړم اَؤ دَ دے خبرو شاهدى ورکړے څۀ چه تا وليدل اَؤ څۀ به چه زما په باب کښے مخکښے ګورے.
17 زَۀ به تا دَ دے خلقو نه اَؤ دَ غيرو يهُوديانو نه بچ کړم. زَۀ تا ليږم چه دَ هغوئ سترګے پرانزے،
18 اَؤ دَ تيارے نه ئے رڼا ته اَؤ دَ شيطان دَ اِختيار نه ئے خُدائے ته راواړوے، دَ دے دَ پاره چه په ما دَ ايمان په وسيله دَ ګُناهُونو نه معافى ومُومى اَؤ دَ هغه خلقو سره ځائے بيا مُومى چه خُدائے پاک ګرزولى دى..

 

 

کورنتيانو اول ۱
18 ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے.

 

 

 يوحنا رسُول اول 1
4 :16  دغه شان مُونږ خبر يُو اَؤ يقين لرُو چه خُدائے مُونږ سره مينه لرى.
خُدائے مينه دے اَؤ څوک چه په مينه کښے قائم وى، هغه په خُدائے اَؤ خُدائے په هغۀ کښے پاتے کيږى.

 

 

متى ۱۶
۱۳هر کله چه هغوئ دَ قيصريه فيليپئ علاقے ته راغلل نو عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو نه تپوس وکړو چه ”خلق څۀ وائى چه اِبن آدم څوک دے؟“
۱۴هغوئ جواب ورکړو، ”ځنے وائى چه بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ، ځنے اِلياس، ځنے يرمياه اَؤ يا دَ نبيانو نه بل څوک.“
۱۵هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو څۀ وايئ، چه زَۀ څوک يم؟“
۱۶شمعُون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ دَ ژوندى خُدائے زوئے مسيح ئے.“
۱۷بيا عيسىٰ ووئيل، ”اَئے دَ يوحنا زويه شمعُونه! تۀ بے شکه بختور يے. تا دا خبره دَ فانى اِنسان نه نۀ ده زده کړے بلکه زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښے اچولے ده.


 

 

لُوقا 9
٢١ بيا عيسىٰ هغوئ په کلکه منع کړل چه”دا حال به ګورے چا ته نۀ وايئ.“
٢٢ اَؤ هغۀ ووئيل چه”اِبن آدم به ډيرے سختئ زغمى چه مشران، کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان به ئے رد کوى،چه قتل کړے شى اَؤ بيا به په دريمه ورځ ژوندے پاڅولے شى.“

 



يوحنا 14
29 ما تاسو ته اَؤ دَ مخکښے نه دا وئيلى دى ځکه چه دا پيښه شى نو تاسو ايمان راؤړئ.


يوحنا 6
47 په رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم چه ايمان راړُونکے دَ تل ژوندُون خاوند دے.

 


يوحنا 8
12 عيسىٰ يو ځل بيا خلقو ته مُخاطب شو اَؤ وئے وئيل،”زَۀ دَ دُنيا نُور يم. څوک چه ما پسے راځى هغه به په تيارۀ کښے نۀ ګرزى بلکه په هغه نُور کښے چه ژوندُون روښانه کوى.
...
23 نو عيسىٰ ووئيل،”تاسو دَ دے مزکے خلق يئ اَؤ زَۀ دَ آسمان،تاسو دَ دے دُنيا استوګن يئ خو زَۀ دَ دے دُنيا نۀ يم.
24 ځکه چه ما تاسو ته ووئيل چه تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. که چرے تاسو په دے باور نۀ کوئ چه زَۀ چه يم هغه يم،نو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ.“
...
36 که چرے زوئے تاسو آزادوى نو تاسو به په رښتيا آزاد يئ.

 


مُکاشفه 21
8 خو دَ ويريدُونکو،بے ايمانو،پليتانو،قاتلانو،حرامکارانو،جادُوګرانو،بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى،اَؤ دا دويم مرګ دے.“


 

 

متى 10
28 دَ هغه چا نه مه ويريږئ څوک چه وجُود وژنى خو رُوح نۀ شى وژلے، بلکه دَ هغه چا نه ويريږئ څوک چه دَ رُوح اَؤ دَ بدن دواړو په دوزخ کښے دَ بربادولو توان لرى.

 

 

 

 

Khosrow (Iran)
http://vimeo.com/35193470


 Arabic
 كيف أحصل على غفران ؟
http://goo.gl/JCmDmX

Pakistan
میں خدا سے معافی کیسے پا سکتا ہوں؟
http://goo.gl/4bNYjh

 

 

 

 


مرقوس 14
٦١ خو هغه چپ پاتے شو اَؤ هيڅ جواب ئے ورنۀ کړو. بيا مشر کاهن ترے تپوس وکړو،”آيا تۀ دَ
تبارک الله زوئے مسيح ئے څۀ؟“ 
٦٢ عيسىٰ ووئيل چه”زَۀ يم اَؤ تاسو به اِبن آدم دَ خُدائے ښى لاس ته ناست اَؤ دَ آسمان په وريځو کښے په راتلو ووينئ.



يوحنا 11
٢٣ عيسىٰ ورته ووئيل چه”ستا ورور به بيا ژوندے شى.“
٢٤ مرتا هغۀ ته ووئيل،”ما ته پته ده چه هغه به ژوندے شى خو دَ قيامت په ورځ.“
٢٥ عيسىٰ ووئيل،”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندے وى 
٢٦ اَؤ که څوک چه ژوندے دے اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى. آيا ستاسو په دے ايمان دے څۀ؟“ 
٢٧ هغے ووئيل،”مالِکه! زما ايمان دے،هم تۀ مسيح يئے، دَ خُدائے زوئے څوک چه دُنيا ته راتلُونکے وُو.“

دَ عيسىٰ ژړل

٢٨ دے وئيلو سره مرتا لاړه چه خپله خور مريم راوبولى اَؤ دَ هغے په څنګ کښے ودريده اَؤ په پټه ئے ورته ووئيل”مالِک دلته دے اَؤ هغه تا غواړى.“
٢٩ کله چه مريم دا واؤريدل نو سمدستى پاڅيده اَؤ عيسىٰ له ورغله. 
٣٠ خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وُو رسيدلے اَؤ لا په هغه ځائے وُو په کُوم ځائے کښے چه مرتا هغه ليدلے وُو.
٣١ کُوم يهوديان چه دَ مريم سره غم رازئ له راغلى وُو کله چه هغوئ هغه له کوره په روانيدو وليده نو په هغے پسے روان شول ځکه چه هغوئ دا ګڼل چه هغه قبر له روانه ده چه پرے وژاړى.
٣٢ نو مريم هغه ځائے له لاړه چرته چه عيسىٰ وُو اَؤ کله چه ئے هغه وليدلو نو دَ هغۀ په پښو پريوته اَؤ وئے وئيل،”اَئے مالِکه! که چرے تۀ دلته وَئے نو زما ورور به نۀ وو مړ شوے.“
٣٣ کله چه عيسىٰ هغه په ژړا وليده اَؤ ورسره ئے هغه يهوديان ملګرى هم وليدل چه ژاړى نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو اَؤ ډير زهيرشو.
٣٤ هغۀ تپوس وکړو چه”هغه تاسو کُوم ځائے ښخ کړے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو،”مالِکه! راشه وئے ګوره.“ 
٣٥ عيسىٰ په ژړا شو.
٣٦ يهوديانو ووئيل چه”دَ هغۀ به دَ دۀ سره څومره منه وه.“
٣٧ خو په هغوئ کښے ځنو ووئيل چه”آيا دے سړى چا چه دَ هغه ړُوند سړى سترګے بينا کړے وے دا نۀ شُو کولے چه لعزر ئے دَ مرګ نه بچ کړے وے؟“

دَ لعزر بيا ژوندے کيدل

٣٨ عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو،بيا هغه قبر له راغے. دا يو غار وُو چه ګټه ورته اړمه کړے شوے وه.
٣٩ عيسىٰ ووئيل،”دا ګټه لرے کړئ.“ مرتا،دَ مړ سړى خور،هغۀ ته ووئيل،”مالِکه! اوس خو به دَ هغۀ نه بوئى روان وى. دَ هغۀ خو دلته څلور ورځے شوے دى.“
٤٠ عيسىٰ ووئيل،”آيا ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ،چه که چرے تاسو ايمان لرئ نو تاسو به دَ خُدائے جلال ووينئ؟“
٤١ نو هغوئ ګټه لرے کړه. بيا عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل،”پلاره! زَۀ ستا شُکر کوم چه تا زما واؤريدل.
٤٢ ما ته دا دَ آګاهو نه معلُومه وه چه تۀ تل زما آؤرے خو ما دَ دے حاضرو خلقو دَ پاره سوال وکړو چه دَ دوئ دا باور وشى چه زَۀ تا را استولے يم.“
٤٣ بيا هغۀ په اُوچت آواز ووئيل،”لعزر! راوزه!“
٤٤ نو مړ سړے بهر راووتو، دَ هغۀ لاس اَؤ پښے په کفن کښے تړلى شوى وُو اَؤ مخ ئے په ټُوکى کښے نغښتے وُو. عيسىٰ ووئيل،”دا راخلاص کړئ اَؤ پرے ږدئ چه ځى.“

دَ عيسىٰ دَ مرګ سازش

٤٥ بيا ډير يهُوديان چه دَ مريمے ليدلو له راغلى وُو اَؤ هغه څۀ ئے وليدل چه عيسىٰ وکړل نو په هغۀ ئے ايمان راؤړو.




يوحنا 5
٢٥ رښتيا رښتيا تاسو ته وايم،يو وخت داسے راروان دے اَؤ بے شکه چه هغه بيا راغلے دے چه مړى به دَ خُدائے دَ زوى آواز آؤرى اَؤ چه څوک ئے واؤرى هغه به راژوندے شى.
٢٦ ځکه چه څۀ رنګ چه پلار دَ تل ژوندُون لرى دغه شان ئے زوى له هم دَ تل ژوندُون اِختيار ورکړے دے چه دَ تل ژوندُون ولرى.
٢٧ دَ اِبن آدم په حيث هغۀ ته دا اِختيار هم ورکړے شوے دے چه هغه عدالت وکړى.
٢٨ په دے حيرانيږئ مه ځکه چه يو داسے وخت راتلُونکے دے چه هغه ټول څوک چه په قبرُونو کښے دى به دَ دَۀ آواز آؤرى.
٢٩ اَؤ چا چه نيکى کړى وى هغوئ به دَ تل ژوندُون دَ پاره اَؤ چا چه بد کړى وى هغوئ به دَ سزا دَ پاره راپورته کړے شى.

 

 


يوحنا 10
28 زَۀ هغوئ له دَ تل ژوند ور کوم اَؤ هغوئ به هيڅ کله هم هلاک نۀ شى اَؤ هيڅوک به ئے هم زما نه ونۀ شُو کوى.

 


لُوقا 5
٢٠ هر کله چه عيسىٰ دَ هغوئ ايمان وليدو نو وئے وئيل،”سړيه! تا ته ستا ګُناهُونه معاف شول.“
٢١ نو دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يو بل ته ووئيل چه”دا څوک دے چه کُفر غروى؟ دَ خُدائے نه بغير لا بل څوک هم ګُناهونه معاف کولے شى؟“
٢٢ خو عيسىٰ په دے پوهه وُو چه دوئ څۀ خيال کوى نو جواب ئے ورکړو چه”تاسو په خپلو زړُونو کښے داسے خيالُونه ولے کوئ؟
٢٣ آيا دا آسانه ده چه څوک ووائى چه ستا ګُناهُونه معاف شُو اَؤ که دا چه پاڅه اَؤ وګرزه؟
٢٤ خو دا دَ دے دَ پاره چه تاسو ته معلُومه شى چه اِبن آدم په مزکه دَ ګُناهُونو معاف کولو اِختيار لرى.“هغۀ شل سړى ته مخ ور واړَوو اَؤ وئے وئيل چه”زَۀ تا ته دا وايم چه ودريږه،خپل کټ واخله اَؤ کورته ځۀ.“
٢٥ اَؤ هغه دَ هغوئ په وړاندے سمدستى پاڅيدو اَؤ هغه کټ چه دَئے پرے پروت وُو،ئے واخستو اَؤ کور پلو روان شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله.




 




لُوقا 24
۱خو دَ اِتوار په ورځ سحر وختى ښځے قبر ته راغلے اَؤ هغه تيارے کړے خُوشبوئ ئے دَ ځان سره راؤړے. ۲اَؤ دَ قبر نه ئے کاڼے رغړيدلے وليدو. ۳هغوئ دَ ننه ورغلے خو دَ مالِک عيسىٰ لاش ئے هلته ونۀ مُوندلو. ۴دوئ لا په دے واقعه حيرانے ولاړے وے چه ناڅاپى دوه سړى په بريښناکو جامو کښے دَ هغوئ خوا کښے ولاړ وُو. ۵هغوئ وويريدلے اَؤ خپل سرُونه ئے مزکے ته ټيټ کړل خو هغوئ ورته ووئيل چه ”ژوندے په مړو کښے څله لټوئ؟ ۶هغه دلته نِشته، هغه پاڅيدلے دے. تاسو رايادے کړئ هغه خبرے چه په ګليل کښے ئے درته کړے وے ۷چه اِبن آدم په څنګه دَ ګُناه ګارو سړو په لاس حواله کيږى اَؤ په سولئ به شى اَؤ په دريمه ورځ به ژوندے پاڅى.“

۸بيا هغوئ ته دَ عيسىٰ خبرے وريادے شوے، ۹اَؤ دَ قبر نه په واپسئ ئے دا ټولے خبرے هغه يوولسو مُريدانو اَؤ نورو ټولو خلقو ته واؤرولے. ۱۰هغه ښځے مريم مګدلينى، يوانه اَؤ دِ يعقُوب مور مريم وے اَؤ دوئ دَ هغه نورو ښځو سره رسُولانو ته دا خبرے وکړلے. ۱۱خو دا خبرے هغوئ ته عبث ښکاره شوے اَؤ هغوئ پرے باور ونۀ کړو. ۱۲خو پطروس پاڅيدلو اَؤ قبر ته ئے په منډه لاړو اَؤ چه ټيټ شو اَؤ دَننه ئے وکتل نو دَ تش کفن نه سيوا ئے نور هيڅ ونۀ ليدل اَؤ هغه په دے شوى کار اريان دريان کور ته لاړو.
اِماؤس ته تلل
(مرقوس ۱۶ :  ۱۲ ـ ۱۳)

۱۳هم په هغه ورځ اِماؤس نومے کلى ته دَ دوئ نه دوه کسان روان وُو چه دَ بيتُ المُقدس نه خوا اَؤ شا اَووۀ ميله لرے دے. ۱۴اَؤ په خپلو کښے ئے په دے واقعاتو خبرے کولے. ۱۵اَؤ هغوئ دَ يو بل سره په دے بحث کښے لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغے اَؤ دَ هغوئ سره ملګرے شو. ۱۶خو دَ هغوئ سترګے بندے کړے شوے وے چه هغه ونۀ پيژنى. ۱۷هغۀ له هغوئ نه تپوس وکړو چه ”دا تاسو په تلو تلو کښے په څۀ بحث کولو؟“

هغوئ غم زپلى ودريدل. ۱۸نو کليوپاس نومے سړى ورته جواب ورکړو، ”ولے تۀ په بيتُ المُقدس کښے يکى يو مُسافر يئے چه دَ دے واقعے نه خبر نۀ ئے چه په تيرو څو ورځو کښے هلته څۀ شوى دى؟“

۱۹هغۀ ورته ووئيل چه ”څۀ شوى دى؟“

هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ عيسىٰ ناصرى په حقله چه دَ خُدائے په وړاندے په کلام اَؤ عمل دواړو کښے يو زورَور نبى وو. ۲۰اَؤ زمُونږ مشرانو کاهنانو اَؤ حاکمانو اَؤ ټولو خلقو هغه حواله کړو چه دَ مرګ حُکم پرے وشى اَؤ په سولئ ئے کړو. ۲۱خو زمُونږ دا طمع وه چه هم دا سړے به بنى اِسرائيل خلاص کړى! خو يوه غټه خبره په کښے دا وشوه چه نن دريمه ورځ ده چه دا واقعه شوے ده. ۲۲اَؤ اوس زمُونږ دَ ډلے يو څو ښځو مُونږ په دے خبره حق حيران کړُو چه سحر وختى دَ هغۀ قبر ته تلے وے. ۲۳خو دَ هغۀ لاش ئے ونۀ مُوندو اَؤ دَ دے خبر سره بيرته راغلے چه هغو ته فرښتے ښکاره شوے اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغه خو ژوندے دے. ۲۴نو زمُونږ يو څو کسان قبر ته لاړل اَؤ څۀ چه هغه ښځو وئيلى وُو هغه شان ئے وليدل خو هغه ئے ونۀ مُوندو.“

۲۵عيسىٰ جواب ورکړو چه ”اَئے ناپوهه خلقو اَؤ دَ نبيانو په ټولو خبرو ايمان راوړلو ناراسته زړُونو! ۲۶ولے دَ مسيح دَ پاره دا مُقرر نۀ وُو چه هغه به دا زحمتُونه وزغمى اَؤ په خپل جلال کښے به داخل شى؟“ ۲۷بيا عيسىٰ له مُوسىٰ نه اَؤ له ټولو نبيانو نه هغه خبره واخسته چه څومره خبرے دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے راغلے دى اَؤ هغوئ ته ئے بيان کړه.

۲۸په دے وخت کښے هغوئ چه کُوم کلى ته تلل، هغۀ ته نزدے وُو اَؤ عيسىٰ لا په مخه روان وو. ۲۹خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چه ”مُونږ سره پاتے شه ځکه چه ماښام کيدُونکے دے اَؤ ورځ په تيريدو ده.“ نو هغه دَ ننه لاړو اَؤ دَ هغوئ سره پاتے شو. ۳۰اَؤ کله چه هغه دَ هغوئ سره خوراک ته کښيناستو نو ډوډئ ئے راواخستله، شکر ئے پرے وويستو، ټُکړے ئے کړه اَؤ هغوئ ته ئے ورکړه. ۳۱بيا دَ هغوئ سترګے وغړيدے اَؤ هغه ئے وپيژندلو خو هغه دَ هغوئ دَ نظر نه غائب شو. ۳۲هغوئ يو بل ته ووئيل، ”کله چه په لاره هغۀ زمُونږ سره خبرے کولے اَؤ دَ صحيفو تشريح ئے کوله نو څنګه زمُونږ زړُونه دَ جوشه ډک شوى وُو!“

۳۳بيا هغوئ هغه ساعت پاڅيدل اَؤ بيرته بيتُ المُقدس ته روان شول. هلته هغوئ هغه يوولس مُريدان اَؤ نور ملګرى چه راټول وُو، وليدل. ۳۴اَؤ وئيل ئے، ”دا رښتيا دى چه مالِک پاڅيدلے دے اَؤ شمعُون ته ښکاره شوے دے!“

۳۵نو بيا هغوئ ورته دَ خپلے لارے قيصه تيره کړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغوئ څنګه مالِک دَ ډوډئ ماتولو په وخت وپيژندلو.
په مُريدانو ښکاره کيدل
(متى ۲۸ :  ۱۶ ـ ۲۰، مرقوس۱۶ :  ۱۴ ـ ۱۸، يُوحنا ۲۰ :  ۱۹ ـ ۲۳، اَعمال ۱ :  ۶ ـ ۸)

۳۶کله چه مُريدان په دے خبرو لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”السلام عليکم.“

۳۷هغوئ ويرے اَؤ هيبت واخستل اَؤ دا ګمان ئے کاوو چه ګنى پيرے دے. ۳۸خو هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو داسے وار خطا ولے يئ اَؤ ستاسو په زړُونو کښے دا قِسم قِسم وسوسے ولے پيدا کيږى؟ ۳۹زما لاسُونو اَؤ پښو ته وګورئ چه دا زَۀ يم. ما له لاس راوړئ اَؤ وګورئ، دَ پيرى غوښه اَؤ هډُوکى نۀ وى لکه چه تاسو وينئ چه زَۀ ئے لرم.“

۴۰دَ دے وينا نه پس ئے خپل لاسُونه اَؤ پښے هغوئ ته وښودل. ۴۱دَ هغوئ اوس هم دَ خوشحالئ په وجه باور نۀ کيدو اَؤ لا حيران وُو، نو هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”ستاسو سره دلته دَ خوراک دَ پاره څۀ شته که نه؟“ ۴۲نو هغوئ ورله دَ ماهى يوه ټکړه ورکړه چه هغوئ وريته کړے وه. ۴۳هغۀ واخسته اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے وخوړله.

۴۴عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دا زما هغه کلام دے چه کله زَۀ ستاسو سره وم نو درته به مے وئيل چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے دَ نبيانو په صحيفو کښے اَؤ په زبُور کښے هر څۀ چه زما په حقله ليکلى شوى دى، هغه به ضرُور پُوره کيږى.“

۴۵بيا هغۀ دَ هغوئ عقل روښانه کړو چه په صحيفو پوهه شى. ۴۶هغۀ ووئيل چه ”دا ليکلى شوى دى چه مسيح به زحمت وزغمى اَؤ په دريمه ورځ به له مړو نه بيا ژوندے پاڅى. ۴۷اَؤ دَ هغۀ په نامه به ټولو قومُونو ته دَ ګُناهونو نه دَ توبے اَؤ دَ معافئ وعظ کولے شى. تاسو دَ بيتُ المُقدس نه شروع شئ. ۴۸هم تاسو دَ دے هر څۀ ګواهان يئ. ۴۹اَؤ دا ګورئ، زَۀ تاسو ته دَ خپل پلار کړے لوظ دراستوم، دلته په دے ښار کښے تر هغے پاتے شئ تر څو چه په تاسو آسمانى قُوت نازل شى.“
دَ عيسىٰ آسمان ته ختل
(مرقوس ۱۶ :  ۱۹ ـ ۲۰، اَعمال ۱ :  ۹ ـ ۱۱)

۵۰بيا عيسىٰ هغوئ بهر دَ بيت عنياه پورے بوتلل اَؤ لاسُونه ئے اُوچت کړل اَؤ هغوئ له ئے برکت ورکړو. ۵۱اَؤ داسے وشُو چه په برکت ورکولو هغه دَ هغوئ نه جُدا شو اَؤ آسمان ته پورته کړے شو. ۵۲هغوئ ورته سجده وکړله اَؤ ډير په خوشحالئ بيتُ المُقدس ته واپس شول. ۵۳اَؤ خپل ټول وخت ئے دَ خُدائے په کور کښے دَ خُدائے په ثنا وئيلو کښے تيرولو.

 




يوحنا 5
11 هغۀ جواب ورکړو چه”کُوم سړى چه زَۀ روغ کړم هغۀ ما ته حُکم راکړو چه خپله بستره واخله اَؤ ځۀ.“
12 هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه”هغه سړے څوک دے چه تا ته ئے ووئيل چه خپله بستره واخله اَؤ ځه؟“



 



يوحنا 1
11 هغه خپل ځائے ته راغے خو دَ هغۀ خپلوانو هغه قبُول نۀ کړو.
12 خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته ئے دا حق ورکړو چه دَ خُدائے اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى،
13 چه نۀ له وينے نه اَؤ نۀ له جسمانى شوق اَؤ نۀ دَ اِنسانى پلار په اِرادے بلکه له خُدائے نه پيدا شو.





متى 28
16 يوولس مُريدان دَ ګليل هغه غر ته روان شول چه عيسىٰ ورسره دَ ليدو دَ پاره مقرر کړے وُو.
17 کله چه هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول مګر ځنے شکمن وُو.
18 بيا عيسىٰ ورغے اَؤ خبرے ئے ورسره وکړے اَؤ ورته ئے ووئيل چه”دَ آسمان اَؤ دَ مزکے ټول واک ما ته راکړے شوے دے.
19 ځکه تاسو په مزکه خوارۀ شئ اَؤ ټول قومُونه زما مُريدان کړئ اَؤ دَ پلار،دَ زوئے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.
20 اَؤ دا تعليم ورکوئ چه په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چه ما تاسو ته حُکم کړے دے. اَؤ دا يقين لرئ چه زَۀ به تل تاسو سره يم،تر آخره وخته پورے.






مرقوس 16
14 آخر هغه په يوولسو مُريدانو په هغه وخت ښکاره شو چه هغوئ ډوډئ ته ناست وُو،اَؤ هغۀ هغوئ په سختو زړُونو اَؤ بے يقينئ ملامته کړل ځکه چه هغوئ دَ هغه خلقو په وينا يقين نۀ وُو کړے چا چه هغه دوباره ژوندے ليدلے وُو.
15 بيا هغۀ هغوئ ته ووئيل،”دَ تمامے دُنيا هرے سيمے ته لاړ شئ اَؤ زما دَ زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.
16 هر څوک چه په دے ايمان راؤړى اَؤ بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصُون بيا مُومى،اَؤ هر څوک چه پرے ايمان رانۀ وړى هغه به مُجرم شى.




مُکاشفه 1
7 ګورئ،هغه په وريځو کښے راځى!هر څوک به ئے په خپلو سترګو ووينى اَؤ هغوئ به ئے هم،چا چه سُورے کړے وُو،اَؤ دَ دُنيا ټول خلق به په هغه وير کوى. دغه شان به وى. آمين
8 قادر مُطلق خُدائے وائى چه”زَۀ الاول اَؤ الاخر يم،چه شته،چه وُو اَؤ چه راتلُونکے دے.“
...
17 کله چه هغه ما وليدو نو زَۀ لکه دَ مړى دَ هغه په پښو کښے پريوتلم،خو هغۀ خپل ښئ لاس په ما کيښودلو اَؤ وئے وئيل،”وريږه مه،زَۀ الاول اَؤ الاخر يم،
18 اَؤ القيوم،زَۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم اَؤ دَ مرګ اَؤ دَ عالم ارواح کُنجيانے ما سره دى.


 

 




عبرانيانو 9
27 اَؤ لکه چه څنګه دَ بنى آدم دَ پاره يو ځل مړ کيدل،اَؤ پس له هغے عدالت کيدل مُقرر دى،
28 هم هغه شان مسيح يو ځل دَ ډيرو خلقو دَ ګُناه وړلو دَ پاره قُربان شوے دے. نو دويم ځل چه به هغه ښکاره شى نو دَ ګُناه دَ قُربانئ دَ پاره نه،بلکه دَ هغوئ دَ خلاصُون دَ پاره چه دَ هغۀ اِنتظار کوى.




تِسالونيکانو 4 1
16 ځکه چه مالِک به په خپله دَ آسمان نه دَ چغے،اَؤ دَ مُقربے فرښتے دَ آواز،اَؤ دَ خُدائے دَ بګل دَ آواز سره راکُوزيږى،اَؤ اول به هغه څوک چه په مسيح کښے مړۀ شوى دى راژوندى شى.
17 اَؤ بيا به مُونږ څوک چه ژوندى پاتے يُو،دَ هغوئ سره په وريځو کښے پورته کړے شُو دَ دے دَ پاره چه په هوا کښے دَ مالِک اِستقبال وکړُو،اَؤ دغه شان به دَ مالِک سره تل تر تله اوسُو.



 

 


For muslims, YAHWEH Elohim is written Allah
YAHWEH Elohim it is not Allah, and Allah it is not YAHWEH Elohim, because Allah has no son, but Elohim has a son: the Lord Jesus Christ
YAHWEH Elohim and Allah are very different.The Bible and Koran, are very different. It is not the same
.
 

 



سوال: آيا خدائ پاک حقيقت دې؟ زما دا يقين څنګه کېدې شى چې خدائ پاک حقيقت دې؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-is-God-real.html

سوال: زما د پاره صحيح مذهب کوم يو دې؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-right-religion.html



انجيل شريف يعني د مالک عيسی مسيح زيري
http://www.pashtoradio.org/serieslist.jsp?language=P

Pashto - Dari  audio + text
http://www.afghanbibles.org/pot.jsp

Pashto  پښتو  download
http://ge.tt/6owXDeU

Pashto
http://www.pashtozeray.org/bible/john/john-1

 

 

Question: "Is the Bible truly Elohim's Word? Check!"
= Dear Muslim, Let Me Tell You Why I Believed =
http://ge.tt/4ybznmr
 
 
Khalil - video -
http://vimeo.com/44718233

 
 
 



سوال: د YAHWEHئ پاک خصوصيات څۀ دى؟ YAHWEHئ پاک د څۀ څيز په شان دې؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-attributes-God.html

سوال: د ژوند مقصد څۀ دې؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-meaning-life.html

سوال: آيا مقدس کتاب په رښتيا سره د یهوهئ پاک کلام دې؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-Bible-God-Word.html

سوال: دا دعوه کړې ده چې هغه یهوهئ دې؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-is-Jesus-God.html

سوال: د خلاصون منصوبه څۀ ده؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-plan-salvation.html

سوال: ما ته د یهوهئ پاک نه معافى څنګه مِلاوېږى؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-got-forgiveness.html

سوال: آيا زۀ مسلمان يم، ما له دا خيال ولې کول په کار دى چې زۀ عيسائى شم؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-Muslim-Christian.html

سوال: د مرګ نه پس ژوند شته څۀ؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-life-after-death.html

سوال: د مرګ نه پس څۀ کېږى؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-after-death.html

سوال: کۀ زۀ عيسائى شم، نو زما کورنۍ به ما پرېږدى او زما په معاشره کښې به زما سره ډېره سختى وشى. نو زۀ څۀ وکړم؟
http://www.gotquestions.org/Pashto/Pashto-convert-persecution.html
 


 


1. يوحنا  5
12 اګر چه خُدائے هيچا هم ليدلے نۀ دے،که چرے مُونږ دَ يو بل سره مينه ولرُو نو خُدائے په خپله په مُونږ کښے اوسيږى اَؤ دَ هغۀ مينه په مُونږ کښے کامله شى.
13 په دے سبب مُونږ خبر يُو چه مُونږ په هغۀ کښے قائم يُو اَؤ هغه په مُونږ کښے،چه هغۀ مُونږ ته خپل رُوحُ القُدس راکړے دے.



عمال د رسُولانو 13
38 نو بيا اَئے زما ورُوڼو! تاسو ضرور ځان پوهه کړئ چه دا دَ عيسىٰ په وسيله دَ ګُناهُونو دَ معافئ بيان درته کيږى.



عمال د رسُولانو 4
12 دَ بل هيچا په وسيله خلاصُون نِشته ځکه چه په ټوله دُنيا کښے بل نُوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چه په هغے مُونږ خلاصُون ومُومو.“



اِفِسيانو 1
7 مُونږ ته دَ مسيح دَ وينے په وسيله خلاصُون،يعنے دَ ګُناهونو مُعافى،دَ هغۀ دَ هغه فضل دَ دولت په مُطابق حاصله ده،



اِفِسيانو 2
8 ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلے دے،دا ستاسو له طرفه نه نۀ،بلکه دَ خُدائے بخښنه ده.
9 اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده،دَ پاره دَ دے چه څوک فخر ونۀ کړى.




 

متى 18
دَ ټولو نه لوئ څوک دے؟

1 هغه وخت مُريدان عيسىٰ ته راغلل اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”دَ آسمان په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه لوئے څوک دے؟“
2 هغۀ يو ماشُوم راوبللو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرَولو.
3 اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه تر څو تاسو راوانۀ وړئ اَؤ دَ ماشُومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅ کله هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخل نۀ شئ.
4 هر هغه څوک چه ځان دَ دے ماشُوم په شان عاجز کړى نو هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه لوئے وى.
5 اَؤ هر څوک چه داسے يو ماشُوم زما په نامه قبول کړى هغه ما قبلوى.

دَ ګناه لمسُون

6 خو هر هغه څوک چه په دے وړو ماشُومانو کښے چه په ما ئے ايمان راوړے دے، يو له تيندک ورکوى، نو دَ هغۀ دَ پاره دا غوره ده چه په خپله غاړه کښے دَ ژرندے پل واچوى اَؤ په سمندر کښے ډوب شى.
7 دَ داسے تيندکُونو په وجه په دُنيا اَفسوس دے! دا تيندکُونه به خامخا راځى خو اَفسوس په هغه چا چه دَ چا دَ لاسه راځى.



مرقوس 9
41 زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک هم تاسو ته په دے نيت يو کنډول اوبۀ درکړى چه تاسو دَ مسيح مُريدان يئ نو هغه سړے به يقينًا بے اَجره پاتے نۀ شى.

دَ ګُناه لمسُون

42 اَؤ هر هغه څوک چه له دے وړو نه په ما عقيده لرى په لاره کښے خنډُونه پيدا کوى نو دَ هغۀ دَ پاره به دا ښۀ وى چه دَ ژرندے پل دَ هغۀ په غاړه وتړلے شى اَؤ په درياب کښے وغورزولے شى.

 

 

 




يوحنا 14
3.  اَؤ که هلته زَۀ لاړ شم اَؤ تاسو ته ځائے تيار کړم نو په خپله به بيا راشم اَؤ تاسو به دَ ځان سره بوزم،ځکه چه چرته چه زَۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
...
6 عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ لار يم،زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلے نه بغير پلار ته نۀ شى راتلے



عمال د رسُولانو 10
43 دَ هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا شهادت کړے دے چه هر هغه څوک چه په هغۀ ايمان لرى نو دَ هغۀ په نُوم به دَ ګُناهُونو نه معافى بيا مُومى.“



لُوقا 4
40 دَ نمر پريوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان په مُختلفو رنځُونو آخته وُو،هغۀ ته راوستل اَؤ هغۀ په يو يو باندے خپل لاسُونه کيښودل اَؤ روغ ئے کړل.
41 دَ ډيرو نه پيريان هم پاڅيدل اَؤ دا چغے ئے وهلے چه”تۀ دَ خُدائے زوئے يئے!“ خو هغوئ هغه ورټل اَؤ دَ خبرو نه ئے منع کړل ځکه چه هغوئ ته پته وه چه دَے مسيح دے.


متى 15
18 خو څۀ چه دَ خُلے نه راوزى هغه دَ زړۀ نه راځى اَؤ دغه څيز بنى آدم پليتوى.
19 ځکه چه وران خيالُونه،قتل،زِنا،حرامکارى،غلا،دَ دروغو ګواهى اَؤ کُفر دَ زړۀ نه راوزى.


مُکاشفه 20
10 اَؤ هغوئ له دوکه ورکوُونکے اِبليس دَ اور اَؤ ګُوګړو تالاب ته وغورزولے شو چرته چه ځنګلى ځناور اَؤ دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے اَؤ هلته به په شپه اَؤ ورځ تل تر تله عذابولے شى.



 




يوحنا 10
17 پلار ما سره مينه کوى ځکه چه زَۀ خپل ځان قربانوم دَ دے دَ پاره چه بيا ئے ومُوم.
18 دا زما نه څوک په زور نۀ آخلى،زَۀ دا په خپله مرضئ قُربانوم. دا زما اِختيار دے چه ځان قُربان کړم اَؤ دا مے هم اِختيار دے چه بيا ئے هم ومُوم. دا اِختيار ما ته خپل پلار راکړے دے.“

...
27 زما خپلے ګډے زما آواز آؤرى،زَۀ هغوئ پيژنم اَؤ هغوئ ما پسے راځى.
28 زَۀ هغوئ له دَ تل ژوند ور کوم اَؤ هغوئ به هيڅ کله هم هلاک نۀ شى اَؤ هيڅوک به ئے هم زما نه ونۀ شُو کوى.

29 زما پلار چه دوئ ئے ما له راکړى دى دَ ټولو نه لوئے دے اَؤ هيڅ څوک دوئ زما دَ پلار نه نۀ شى شُوکولے.
30 زَۀ اَؤ زما پلار يو يُو.“
31 يهوديانو يو ځل بيا په عيسىٰ پسے کاڼى راوخستل چه پرے وئے ولى.
32 په دے هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”ما ستاسو په وړاندے ډير ښۀ کارُونه دَ خپل پلار له طرف نه وکړل. تاسو به په دے کښے ما دَ کُوم کار له کبله سنګساروئ؟“
33 يهوديانو ورته جواب ورکړو چه”مُونږ تا دَ څۀ ښۀ کار په وجه نۀ سنګسار وُو خو دَ کُفر په سبب،ځکه چه تۀ خو تش اِنسان ئے اَؤ دَ خُدائى دعوىٰ کوے.“





لُوقا 8
26 دغه شان عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره دَ ګِراسينييانو وطن ته ورسيدلو کُوم چه دَ ګليل په بله غاړه وُو.
27 چه عيسىٰ وُچے ته کُوز شو نو هلته ئے يو سړے وليدو چه پيريانو نيولے وُو اَؤ دَ ډير وخت نه ئے نۀ خو جامے آغوستے وے اَؤ نۀ ئے کور ليدلے وُو خو په مقبره کښے ډيره وُو.
28 کله چه هغۀ عيسىٰ وليدلو نو چغے ئے کړے اَؤ دَ هغۀ په پښو پريوتو اَؤ دا نعرے ئے وهلے،”اَئے دَ الاعلىٰ زويه عيسىٰ! تۀ زما نه څۀ غواړے؟ زَۀ درته زارى کوم چه ما مه په عذابوه!“ 29 ځکه چه عيسىٰ پيريانو ته حُکم کړے وُو چه دغه سړى نه راوزئ. ډير ځله ئے هغه نيولے وُو اَؤ دَ حفاظت دَ کبله به په زنځيرونو کښے وتړلے شو اَؤ زولنئ به ورواچولے شوے خو هر وار به هغۀ ځان خلاص کړو اَؤ پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو.
30 عيسىٰ دَ هغۀ نه پتوس وکړو،”نُوم دِ څۀ دے؟“ هغۀ ووئيل چه”لښکر.“ دا ځکه چه هغه ډيرو پيريانو نيولے وُو.
31 هغوئ ډيره زارى ورته وکړه چه دا حُکم مه راکوه چه تاترين ته ولويږئ.





يوحنا 3
16 خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.
17 خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
18 څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے.


 




1. يوحنا 1
7 خو که مُونږ په نُور کښے ګرزُو لکه څنګه چه هغه په خپله په نُور کښے دے نو بيا مُونږ په خپلو کښے شراکت لرُو،اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ وينه مُونږ دَ هر يو ګُناه نه پاکوى.





متى 6
7 تاسو په دُعا کښے دَ نورو قومُونو په شان تکرار مه کوئ، دَ چا چه دا خيال دے چه دَ ډيرو وئيلو په وجه به د هغوئ واؤريدے شى.
8 دَ هغو پيښے مه کوئ ستاسو آسمانى پلار ستاسو دَ غوښتو نه مخکښے ستاسو په حاجتُونو خبر دے . 9 نو داسے دُعا کوئ: اَے په آسمان کښے زمُونږ پلاره ! ستا نُوم دِ پاک وى.
10 ستا بادشاهئ دِ راشى. ستا مرضى دِ په مزکه پُوره شى څنګه چه په آسمان کښے پُوره کيږى.
11 مُونږ ته نن خپل ننئ رزق راکړه.
12 زمونږ قُصُورونه معاف کړه لکه څنګه چه مُونږ خپل قصُوروار معاف کړى دى.



 



تيطوس 2
11 ځکه چه دَ خُدائے فضل دَ ټولو خلقو دَ خلاصون دَ پاره ظاهر شوے دے.
12 اَؤ مُونږ ته دا ښائى چه بے دينى اَؤ دُنياوى خواهشُونه پريږدُو اَؤ په موجُوده جهان کښے په پرهيزګارئ،صداقت اَؤ ديندارئ سره ژوند تير کړُو.
13 اَؤ دَ هغه مُبارک اُميد،يعنے دَ خپل لوئے خُدائے اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ جلال دَ ظاهريدو په اِنتظار شُو،





يوحنا 5
25 رښتيا رښتيا تاسو ته وايم،يو وخت داسے راروان دے اَؤ بے شکه چه هغه بيا راغلے دے چه مړى به دَ خُدائے دَ زوى آواز آؤرى اَؤ چه څوک ئے واؤرى هغه به راژوندے شى.
26 ځکه چه څۀ رنګ چه پلار دَ تل ژوندُون لرى دغه شان ئے زوى له هم دَ تل ژوندُون اِختيار ورکړے دے چه دَ تل ژوندُون ولرى.
27 دَ اِبن آدم په حيث هغۀ ته دا اِختيار هم ورکړے شوے دے چه هغه عدالت وکړى.
28 په دے حيرانيږئ مه ځکه چه يو داسے وخت راتلُونکے دے چه هغه ټول څوک چه په قبرُونو کښے دى به دَ دَۀ آواز آؤرى.
29 اَؤ چا چه نيکى کړى وى هغوئ به دَ تل ژوندُون دَ پاره اَؤ چا چه بد کړى وى هغوئ به دَ سزا دَ پاره راپورته کړے شى.



 



يوحنا 20
24 په دولسو مُريدانو کښے يو توما چه برغونے هم بللے شى دَ نورو سره هغه وخت هلته موجُود نۀ وُو چه عيسىٰ راغے.
25 نو مُريدانو هغۀ ته حال ووے چه مُونږ مالِک ليدلے دے. هغۀ ووئيل چه”تر څو چه ما دَ هغۀ په لاس دَ ميخُونو سُورے ليدلے نۀ وى،اَؤ خپلے ګوتے مے پرے نۀ وى لګولے په کُوم ځائے کښے چه ميخُونه ټک وهلى شوى وُو اَؤ خپل لاسُونه دَ هغۀ په پوښتئ ونۀ لګوم نو زَۀ به دا يقين ونۀ کړم.“
26 يوه هفته پس دَ هغۀ مُريدان بيا په کوټه کښے ناست وُو اَؤ توما ورسره موجُود وُو. سره دَ دے چه دروازے بندے وے نو عيسىٰ ورغے دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ وئے وئيل په تاسو دِے سلامتيا وى“
27 بيا ئے توما ته ووئيل،”خپلے ګوتے دلته کيږده اَؤ زما لاسُونه ووينه اَؤ خپل لاس وړاندے کړه اَؤ زما په پوښتئ ئے ولګوه اَؤ نور شک مه کوه خو يقين وکړه.“
28 توما ووئيل،”زما مالِکه اَؤ زما خُدايه!“
29 عيسىٰ ووئيل،”په دے چه تا زَۀ وليدم نو ايمان دِ راؤړو. بختور دى هغوئ چه زَۀ ئے نۀ يم ليدلے خو ايمان راؤړى.“

دَ دے کتاب مقصد

30 بے شکه چه عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو په وړاندے نورے هم ډيرے مُعجزے څرګندے کړے،کُومے چه په دے کتاب کښے نۀ دى ليکلے شوے.
31 اَؤ هغه چه دلته ليکلے شوے دىدا تش په دے غرض دى چه تاسو په دے ايمان راؤړئ چه عيسىٰ هم مسيح دے،يعنے دَ خُدائے زوئے،اَؤ دَ ايمان راؤړلو په وسيله دَ هغۀ په نوم ژوندُون ولرئ.




 


3 يوحنا .1
1 پلار مُونږ سره څومره زياته مينه کړے ده چه مُونږ ته دَ خُدائے بچى ووئيلے شُو اَؤ دغه شان مُونږ هم يُو. اَؤ دُنيا مُونږ ځکه نۀ پيژنى چه هغه ئے هم نۀ دے پيژندلے.
2 خوږو دوستانو! مُونږ اوس هم دَ خدائے بچى يُو خو په دِے نۀ پوهيږو چه څنګه به شُو،خو مونږ په دے پوهيږُو چه هر کله چه عيسىٰ راښکاره شى نو مُونږ به دَ هغۀ په شان شُو ځکه چه مُونږ به ئے هم په هغه شان ووينُو څنګه چه هغه دے.


 

 
 
 
 
****************
Stay away from the Catholics and Orthodox, they don't listen and don't follow The Lord Jesus Christ.
They are enemies against all real christians (Evangelical)
Catholicism and Orthodox have nothing in common with Christ. They are idolaters in their worship: Mary, images, statues, graves...
They persecuted evangelical Christians (disciples of The Lord Jesus Christ)
Catholic killed millions of people: jews, muslims, including many true Christians, and Orthodox persecuted in many countries disciples of Jesus Christ.
****************